د عمومي رئیس لنډه پیژندنه

له اداري فساد سره دمبارزې دعالي ادارې دلوی ریس ډګرجنرال غلام حسین فخري ژوندلیک

جنرال فخري په ۱۳۳۰ لمریز کال دغزني ولایت دجغتو ولسوالۍ دبني سنګ په کلي کې سترګې نړۍ ته غړولې . لومړنۍ زده کړې یې دسیدجمال الدین په ښوونځي او دکابل  په نادریه لیسه کې بشپړې او دپولیسو اکاډمۍ ته یې لاره پیداکړه په ۱۳۵۲ کال کې دلیسانس په درجه فارغ او وروسته یې هملته په تدریس پیل وکړ او دشپیتمې لسیزې تر پایه دکورنیو چارو وزارت په مرکزي  او ولایتي تشکیلاتو کې په دنده بوخت وو.

جنرال فخري دشپېتمې لسیزې له پیل ځخه د ۱۳۷۲ ترلومړیو پورې دملي امنیت دبېلابېلو ادارو رییس اومسول ، ارشدجنرال ، دلوی څارنوال مرستیال او دهېواد دوسلوالو ځواکونو څارنوال وو، ۱۳۷۲ کال په وروستیوکې دکابل دجګړو له زور اخیستو وروسته پېښورته وکوچید. ۱۳۷۵ کال ځخه تر ۱۳۸۰پورې دافغانستان دتعاون دمرکزدغیردولتي مؤسسې دنشراتي ارګان دتعاون  (CCA) دمجلې مدیریت په غاړه درلود.

دسپتمبرد یوولسمې له پېښو وروسته په ۱۳۸۱ لمریزکال کې بیاځلي کابل ته راستون شو او ددولتي ارشدومقاماتو په بلنه دملي امنیت په بېلابېلو ریاستونو کې په خدمت بوخت وو اوبالاخره په ۱۳۸۹کال کې دملي امنیت دلوی ریاست مرستیال شو. په څپاند ،توپاني اوله ګډوډیو ډک دورانونو اوبېلابېلو نظامونوکې دده ددولتي اوامنیتي خدمتونو کارنامه له هیاهواوشورماشور پرته رڼه اوځلانده وه له ستونزو اوناخوالو سره سره ترامر لاندې ادارې یې دانضباط اوکارکړنې په موخه ددندې  په ترسره کولوکې ددولتي چارواکواوخلکوداعتماد وړ وې.

حسین فخري دویاړ،درفش سرخ ، لمړۍ اودوهمه درجه ستوري ، سیدجمال الدین افغان او غازي امان الله خان دنښانونو په شمول ترشلوزیاتو دولتي نښانونو په لرلو په ۱۳۶۸کال دتورن جنرالۍ رتبې اوپه ۱۳۷۱کال دحضرت صبغت الله مجددي دواکمنۍ په دوره کې د ډګرجنرال رتبې ته ونومول شو چې دې رتبې یې دسیاسي اوسلیقوي لاملونو پربنسټ تر۱۳۹۰ لمریزکال پورې رسمیت ونه موند .

دافغانستان داسلامي جمهوریت دولسمشرجلالتمآب حامدکرزي د ۱۳۹۲/۹/۱۷نېټې د(۹۴)ګڼه فرمان پربنسټ د ښو اودقدر وړخدمتونو او دچارو په ترسره کولوکې رښتینولۍ او ایماندارۍ ته په درناوي له رتبې بهربست کې د اداري فساد سره دمبارزې دعالي ادارې دلوی رئیس په توګه وټاکل شو.

حسین فخري د نوې ځوانۍ په دوران کې لیکنې کولې،له  ۱۳۵۷ کال وروسته یې اثارپه کورنيو اوبهرنیومطبوعاتوچاپ شول او د پرکاره ليکوالانوپه توګه مطرح شو .

ملاقات درچاه آهو(۱۳۶۴)، اشک کلثوم (۱۳۶۶)، تلاش(۱۳۶۷)، ګرګ ها ودهکده (۱۳۶۸)،مصیبت کلنګان(۱۳۶۹)، ټول په کابل کې او درانتظار ابابیل(۱۳۷۵)، شوکران درساتګین سرخ(۱۳۷۸)، اهل قصور(۱۳۸۱) او د افغانستان په معاصرو داستانونود نقدونوټولکه ، داستانها ودیدګاها (۱۳۷۴) او سفرنامه های ازشکارلحظه ها تا روایت قلم ، از طابران تاشهرسلیمان او ازغربتی به غربت دیګر کتابونه یې په پېښورکې چاپ اوخپاره کړي دي .

د داستان وروستي ټولګه یې دخروسان باغ بابرپه نامه (۱۳۸۷کابل) د افغانستان د ادبیاتو دکور له لوري خپره شوې او الفبایې برلوح این زمانه(۱۳۸۹کابل) د نوموړي نوی اثر دی چې مقالې، نقدونه  او دیارانو یادښت یې محتوا جوړوي .

تر اوسه د نوموړي مجموعاً شپاړس کتابونه چاپ اوخپاره شوي دي .                                              

فخري د لیکوالانو د ټولنې د مرکزي شورا، دحقوق دانانو دټولنې ، دحکیم سنایي ټولنې، دقلم ټولنې او د څو کورنیو او له پولې بهر خپرونو د کتنپلاوي غړیتوب لري، په مذاکراتو او امنیتي مهمو دندو په فرهنګي، سیمیزو او نړیوالو کنفرانسونوکې یې ګډون کړی او آثاریې په انګلیسې، روسي اونارویژي ژبو ترجمه اخپاره شوي دي .