شریکان/ملاتری

ل فخري په ۱۳۳۰ لمریز کال دغزني ولایت دجغتو ولسوالۍ دبني سنګ په کلي کې سترګې نړۍ ته غړولې . لومړنۍ زده کړې یې دسیدجمال الدین په ښوونځي او دکابل  په نادریه لیسه کې بشپړې او دپولیسو اکاډمۍ ته یې لاره پیداکړه په ۱۳۵۲ کال کې دلیسانس په درجه فارغ او وروسته یې هملته په تدریس پیل وکړ او دشپیتمې لسیزې تر پایه دکورنیو چارو وزارت په مرکزي  او ولایتي تشکیلاتو کې په دنده بوخت وو.

جنرال فخري دشپېتمې لسیزې له پیل ځخه د ۱۳۷۲ ترلومړیو پورې دملي امنیت دبېلابېلو ادارو رییس اومسول ، ارشدجنرال ، دلوی څارنوال مرستیال او دهېواد دوسلوالو ځواکونو څارنوال وو، ۱۳۷۲ کال په وروستیوکې دکابل دجګړو له زور اخیستو وروسته پېښورته وکوچید. ۱۳۷۵ کال ځخه تر ۱۳۸۰پورې دافغانستان دتعاون دمرکزدغیردولتي مؤسسې دنشراتي ارګان دتعاون  (CCA) دمجلې مدیریت په غاړه درلود.

دسپتمبرد یوولسمې له پېښو وروسته په ۱۳۸۱ لمریزکال کې بیاځلي کابل ته راستون شو او ددولتي ارشدومقاماتو په بلنه دملي امنیت په بېلابېلو ریاستونو کې په خدمت بوخت وو اوبالاخره په ۱۳۸۹کال کې دملي امنیت دلوی ریاست مرستیال شو. په څپاند ،توپاني اوله ګډوډیو ډک دورانونو اوبېلابېلو نظامونوکې دده ددولتي اوامنیتي خدمتونو کارنامه له هیاهواوشورماشور پرته رڼه اوځلانده وه له ستونزو اوناخوالو